د ننګرهار ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د ۶۶ میليونه افغانیو په لګښت د اوبو ۲۲ کوچني بندونه جوړېږي. د مالوماتو له مخې د یادو بندونو د جوړولو چارې پرون رسماً له کوټ ولسوالۍ څخه پیل شوې دي. د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې دیادو بندونو د جوړېدو لګښت دوی له خپلې داخلي بودجې څخه ورکوي او زیاتوي، چې د دغو بندونو د جوړولو موخه د باراني اوبو زېرمه کول دي، چې له یوې خوا به کروندو ته اوبه برابرې او له بلې خوا به د ځمکې لاندې اوبو دکمښت مخه ونیول شي.








