د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پرو په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په ۲۰۲۳م کال یې د افغانستان د وګړو له هرو څلورو څخه یوه ته اساسي مرستې برابرې کړي دي. دې ادارې دغه راز ویلي، چې د مرستو رسولو په پروګرامونو کې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د صندوق په شمول، تمویلونکو هم مهم رول لوبولی دی. په ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام یوځل بیا ټینګار کړی چې راتلونکې شپږ میاشتې په افغانستان کې اړمنوکسانو ته د مرستو رسولو لپاره ۷۶۰ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري. د یادولو وړ ده، چې دې پروګرام د تېر کال په سپټمبر میاشت کې ویلي وو چې په بودیجه کې د سخت کمي او د مرستو د کمېدو له امله اړ شوی چې په افغانستان کې پر۱۰ میلیون کسانو خپلې مرستې بندې کړي.








