د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال به په دغه ولایت کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۲ زره ټنو ته لوړ شي. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو محصولاتو آمر شمس الرحمن موسی وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۴۰۰ هکټاره ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي، چې شاوخوا ۱۲ زره ټنه حاصلات به ورکړي. ورته مهال بزګران هم وايي، چې د خټکیو او هندواڼو حاصلات یې زیات شوي او د پلور بازار یې هم ښه دی. دوی دغه راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پر وخت همکارۍ څخه خوشحاله دي.








