د میدان وردګو ولایت امنیتي مسوولین وایی، چې پرون له غرمې وروسته د دغه ولایت د جلرېز ولسوالۍ اړوند د اونۍ کوتل په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي. د میدان وردګو امنیې قومندانۍ ویلي، چې د پېښې ټپیان د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي خو د یو شمېر ټپیانو حالت نازک دی. دغه پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.








