د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امریکا دې د افغانستان بانک ګنګل شوې شتمني بیرته افغانانو ته ورکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین ویلي، چې امریکا باید پر افغانستان لګول شوي یو اړخیز بندیزونه هم لرې کړي. د یادونې وړ ده، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره سم امریکا د افغانستان بانک شتمني کنګل کړه او دغه راز پر افغانستان یې یو شمير اقتصادي بندیزونه هم ولګول، چې دا چاره په افغانستان د پراخ بشري ناورین سبب شوه.








