د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا ویلي چې سویس هېواد د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۱.۷ میلیونه ډالرو په اندازه مرسته کړې ده. اوچا د یادې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې له افغانستان سره ۱۸ میلیونه فرانکه مرسته کړې.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې ایسلنډ هم له دغه صندوق سره د ۴۰ میلیونه کرون مرسته کړې وه. اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۸.۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.








