د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهنې ریاست مسلکي پلاوي د سرپل ولایت په مرکز، ګوسفندي او سانچارک ولسوالیو کې ۵ لرغونې سیمې د یاد ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ سروې او پېژندلې دي. د لرغون پوهنې رییس وايي، چې په یادو سیمو کې لرغونی او تاریخي جومات، سمڅې او غونډۍ شاملې دي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې یادې لرغونې او تاریخي سیمې په اسلامي او له اسلام څخه وړاندې دورو پورې تړاو لري. نوموړي زیاته کړه، چې په پام کې ده د هېواد په نورو ولایتونو کې د لرغونو سیمو سروې ته دوام ورکړي تر څو نوې سیمې کشف او له تخریب او غصب څخه یې وژغوري.








