د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه د بامیانو په دریو ولسوالیو کې په ۸ روغتیايي مرکزونو کې درې – درې نوې خونې جوړوي. په بامیانو کې د بې سرحده ډاکټرانو ادارې نوې مسوولې مېرمن کریسټیل د دغه ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره په کتنه کې ویلي، چې د خلکو د روغتيايي اړتياوو او د دغو روغتيايي مرکزونو د څانګو د کمښت پر بنسټ، د سيغان، شيبر او لومړي نمبر يکاولنګ ولسواليو په روغتیايي مرکزونو کې د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت په هر مرکز کې درې – درې نوې خونې کړي. د کریسټیل په وینا، دا څانګې به په دریو اونیو کې د فعالیت لپاره چمتو شي. ورته مهال د باميانو والي عبدالله سرحدي په دې کتنه کې ویلي، چې دوى هڅه کوي د دغه ولايت په کچه د بنسټونو د بشردوستانه فعاليتونو په باب هېڅ ډول انديښنه رامنځته نه شي.








