د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په سپیدار ماڼۍ کې د پخواني حکومت له ځینو جنرالانو او د قل اردوګانو له قومندانونو سره په کتنه کې د هغوی پر ستونزو خبرې کړې دي او څرګنده کړه یې ده چې د مخکنیي حکومت هېڅ پوځي او سیاسي څېرو ته به ګواښ پېښ نهشي. نوموړی د پخواني حکومت د سیاسي او نظامي شخصیتونو په ګډون د هېواد له ټولو وګړو چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته بهر ته تللي، غوښتنه کوي، چې له عمومي عفوې ګټه واخلي او خپل هېواد ته راستانه شي. ده همداراز په دې کتنه کې ټینګار کړی، چې سرپرست حکومت د هېواد د اقتصادي ودې او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د لا ښه کېدو هڅه کوي. بلخوا په دې لیدنه کې د پخواني حکومت ځينو پوځي منسوبانو له سرپرست حکومته وغوښتل، چې د ځینو هغو مغرضو کسانو مخه ونیسي چې دوی ځوروي.








