نوی ډیلي به سبا سې شنبه د امن په نوم د شانګهای د همکارۍ د سازمان د سرمشریزې کوربه وي. د هند صدراعظم نریندرا مودي به د دې سرمشریزې مشري کوي چې د نورو مشرانو ترڅنګ یې خپل سیال د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته هم په دې سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. افغانستان چې د دې سازمان څارونکی غړی دی، تل د دې سازمان د غونډو او سرمشریزو په اجنډا کې د بحث یوه مهمه موضوع وه. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په سرمشریزه کې به د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وشي.








