یو شمېر سوداګرې او متشبثې ښځې د خپلو لاسي صنایعو او نورو تولیداتو لپاره د بازار له نشتوالي اندېښنه څرګندوي. دوی له سرپرسته حکومته غواړي چې د متشبثو ښځو د محصولاتو لپاره د بازار جوړولو په برخه کې مرسته وکړي. ورته مهال د سرپرست حکومت ویاند او دغه راز د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د متشبثو او سوداګرو ښځو له محصولاتو د ملاتړ او اسانتیاوو له برابرولو یادونه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې په هېواد کې د متشبثو ښځو د محصولاتو د یوه دایمي بازار د جوړېدو لپاره د هڅو خبر ورکړی دی.








