د متشبثو سوداګرو مېرمنو د خونې مسوولینې وايي، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې خپلې استازولۍ پرانیزي. دوی زیاتوي چې د هېواد په کچه یې د متشبثو مېرمنو ستونزې څېړلي او د حل لپاره یې هم له ځينې نړۍوالو مرستندویه بنسټونو سره هوکړې ته رسېدلي دي. د متشبثو مېرمنو د خونې د معلوماتو له مخې دمګړۍ له دوی سره څه باندې ۹۰۰ هغه شرکتونه ثبت شوي چې مالیې او مدیریتي چارې یې د مېرمنو اړوند کېږي. بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین هم د هېواد په اقتصاد کې د مېرمنو ونډه مهمه بولي او زیاتوي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له دې سکټور سره د اقتصادي پراختیا په برخو کې د خپل توان تر بریده د همکاریو لړۍ جاري ساتلې ده. د دې وزارت د مسوولینو په وینا ټولې هغه مېرمنې چې شرعي اصول په نظر کې ونیسي، کولی شي هېواد کې خپل اقتصادي او سوداګریزې چارې پر مخ یوسي.








