د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان مخکیني حکومت او ا.ا ترمنځ د سولې خبرو اترو په هکله نه لېوالتیا، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د عملي کېدو یو له لاملونو څخه دی. د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له بیا بیا غوښتنو وروسته، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د یوه راپور په خپرولو سره، په دې تړاو د امریکا د دولت تېروتنې په ډاګه کړې دي. په راپور کې ټينګار شوی چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي او ډپيلوماټيک ماموریت پای، د افغانستان مخکیني دولت ته یې جدي زیانونه واړول. له دې سره هممهاله د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې رییس په یوې بیانیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور بشپړ او د قناعت وړ نه بولي.








