د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې يوه پلاوي یې د چین په ۱۲مه سوداګریزه درې ورځنۍ غونډه کې ګډون کړی دی او د انرژۍ په برخو کې د پانګونې په تړاو به ددې خونې سرپرست خبرې وکړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وايي، چې افغانستان پهدې ناسته کې د شته فرصتونو په اړه چې د کانونو، پانګونې، انرژي، کرنې، ټرانزیټي امکاناتو چې سویلي اسیا له مرکزي اسیا سره نښلوي، خبرې وکړي.
پهدې غونډه کې د افغانستان په ګډون د څه باندې شلو هېوادونو استازي ګډون کړی.








