پاکستاني چارواکو ویلي چې دوی به د کوهاټ او خرلاچي د پولې په اوږدو کې د کرمې قبایلي سیمې تر منځ د ۱۵۸ کیلومترو په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ جوړوي چې له افغانستان څخه وارد شوي د ډبرو سکاره د پاکستان نورو سیمو ته ولېږدوي. د دوی په وینا، د اورګاډي پټلۍ به په اوږد مهال کې د دواړو هیوادونو اقتصاد ته وده ورکړي او ترې به افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د سمنټو، غوښو، وچې او تازه میوې، فرنیچر، مالدارۍ، ټوکر او نورو توکیو صادرات هم وشي. د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پټلۍ به په ځانګړې توګه له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو لپاره جوړه شي، خو په تدریج سره به یې د وارداتو او صادراتو لپاره هم کار واخیستل شي او د افغانستان د ډبرو سکرو له بډایه ولایتونو، بدخشان، تخار سره به وصل شي.








