ایراني چارواکو ویلي، د روان هجري لمریز کال له پيله د ایران له بېلابېلو سیمو څه باندې ۹۰ زره افغانان را ټول کړل شوي او د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته استول شوي دي. چارواکو ویلي په دې ډله کې ځینو په خپله خوښه ځانونه پولیسو ته تسلیم کړي او ځینې نور تهران او نورو سیمو کې د پولیسو له خوا راټول کړل شوي دي. دوې ورځې وړاندې هرات کې د کډوالۍ ادارې چاروکو ویلي وو چې د اسلام کلا بندر له لارې هره اونۍ شاوخوا ۱۴زره افغان کډوال هېواد ته را ستنېږي. ایران ته تللي افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلنده تل سر ټکوي. د ایرنا خبري اژانس د معلوماتو له مخې ایران کې پنځه میلیونه افغانان اوسېږي. ایراني چارواکو دې خبرې اژانس ته ویلي چې له دې ډلې یوازې ۵۰۰ زره یې ایران کې د اوسېدو قانوني سندونه لري.








