په سوډان کې د پوځ او د ار ایسایف په نوم د چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ د جګړو لمن پراخه شوې ده. پرون په پلازمېنې خرطوم کې الوتکو بمبارد کړی او د فرانس پریس اژانس په استناد جګړه کوڅه په کوڅه روانه وه. په وروستیو څو ورځو کې دا جګړې د پلازمېنې لوېدیځ لور ته د دارفور او کوردوفان سیمو په لور غځېدلې دي. له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د واک پر سر د دې جګړو د درېدو لپاره څو ځله اوربند وشو، خو بېرته مات شو. د دې جګړو په ترڅ کې تر اوسه تر دوه زره ډېر کسان وژل شوي او تر دوه نیم میلیونه ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.








