د حج او اوقاف وزارت وایي چې، له افغانستانه، سعودي عربستان ته د افغان زیارت کوونکو د لېږد بهير بشپړ شو. سږ کال له افغانستانه سعودي عربستان ته د حج لپاره ۳۰ زره افغان زیارت کوونکي د کابل، کندهار، مزارشریف او هرات له هوایي ډګرونو ولېږدول شول. د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت تمه ښکاره کړې ده، چې سږکال به د نړۍ له یو سل او شپېته هېوادونو دوه میلیونه کسان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.








