د خوړو نړیوال پروګرام )ډبلیو ایف پي( وايي، چې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونه ډېر وګړي په شدید ډول د خوړو خوندیتوب نه لري او ۲.۸ میلیونه کسان د لوږې د بېړنۍ کچې له وضعیت سره مخ دي.
دې پروګرام ویلي چې پر سختو اقتصادي او بشري بحرانونو سربېره، ټولنې د سختې هوا له امله هم ځپلې شوي او زیاتوي هر کال سخته هوا په ټول هېواد کې پر میلیونونو خلکو ویجاړونکي اغېزه لري.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې ۹۱۸ میلیون ډالرو ته عاجله اړتیا لري ترڅو وکولای شي د راتلونکو شپږو میاشتو په مخه په افغانستان کې خپل عملیات سرته ورسوي.








