د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په سملاسي ډول دغه هېواد کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو خپلسره نیول او ځورول بند کړي. په راپور کې راغلي، چې له دوی ډېر افغانان په عادي ویزو پاکستان ته تللي او هلته یې اوس د کډوالو په توګه د ثبتېدو پروسه پام وړ ټکنۍ ده. د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان مرستیالې مشرې دینوشیکا دیسانایکه ويلي دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ته اړین نړیوال پام نه ور اوړي. هغې زیاته کړې چې دغه افغانان اوس له داسې ناممکن وضعیت سره مخامخ دي، چې نه پاکستان کې د پاتې کېدای شي او نه هم بېرته خپل هېواد ته ستنېدای شي.








