د ملگرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق( یونېسف) وايي، چې د افغانستان په نهه ولایتونو کې یې د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې له ۶۷۵ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کړې ده.یونېسف په یوه ټویټ کې ویلي چې د دوبي د تودوخې په رارسېدو سره به د شدیدې نس ناستې پېښې زیاتې شي او که درملنه یې ونهشي نو د ناروغ ژوند به له ګواښ سره مخ کړي. یونېسف زیاتوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي او د ۱۳۷ زره کسانو د درملنې لپاره په روغتیايي مرکزونو کې د درملنې کېټونه یا بستې ترتیبوي.








