د ملګرو متلونو سازمان د بشري حقونو شورا په غونډه کې چې پرون په جینوا کې جوړه شوه، ګډونوالو یې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي. د دغې غونډې ګډونوال له سرپرست حکومته غواړي چې د ښځو په وړاندې بندیزونه له ځنډ پرته لرې کړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ هم په دې غونډه کې خپل راپور شریک کړ. نوموړي ویلي چې د افغانستان اوسنی حکومت د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او د ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدو لپاره ګام پورته کړي. په دې غونډه کې د قطر، پاکستان، د اروپايي ټولنې استازي او د ځینو نورو هېوادونو استازو، په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو لپاره د زمینې پر برابرېدو هم ټينګار کړی دی.








