د بلخ سرپرست والي په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مشر لیونارد زولو او مل پلاوي سره کتلي دي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر لیونارد زولو شمال زون کې د ملګرو ملتونو اړوند د ټولو ادارو د ترسره شویو، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه په معلومات له سرپرست والي سره شریک او ویلي یې دي، چې دغه اداره له افغانانو سره ګډ کار کولو ته پوره ژمنه ده. د یادې کتنې پر مهال شمال زون کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشرې لاچین منسوا وویل، چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې له ګډوالو سره د نغدي مرستو، د کورونو جوړولو، روغتیا او تعلیمي بنسټونو په جوړولو کې یې کارونه عملاً دوام لري.








