په کابل کې د ایران سفارت چارواکي وایي چې سوداګرو ته یې د ویزې د ورکړې بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. د دغه سفارت چارواکي زیاتوي، سوداګرو ته یې د ویزې د ورکړې بهیر له آسانه کولو موخه، د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ده. ځينې افغان سوداګر بیا د ایران سفارت د دغې چارې ستاینه کوي خو هیلهمن دي چې له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې نورې ستونزې هم حل شي. ایران ته د پیسو لېږد او د افغاني توکو د صادارتو کموالی، هغه ستونزې دي چې سوداګر یې په تړاو اندېښنه څرګندوي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسیږي چې په دې کې د افغانستان د صادارتو کچه ډیره کمه ده. مخکې تر دې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي و، تمه ده چې په روان لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاو د برابرولو په موخه، د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه شي.








