هغه افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې دي، وايي په ډېر بد وضعیت کې شپې او ورځې تېروي. دوی له سرپرست حکومته غواړي چې وضعیت ته یې رسېدنه وکړي او د پاکستان له بندخونو یې ازاد کړي. د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت کونسل، وايي، د پاکستان حکومت باید نیول شوي افغانان ژر تر ژره خوشي کړي. د کډوالو د حقونو ځينې فعالان بیا په دې باور دي چې افغان کډوال په نورو هېوادونو کې له جدي ننګونو سره مخ دي. ورته مهال، د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د کابل او تهران ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، تر دې دمه د ایران له زندانونو څه باندې زر تنه افغان کډوال ازاد شوي او هېواد ته رالېږدول شوي دي.








