د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ۵۳مې غونډې ترڅنګ ټاکل شوې ده چې په جینوا کې د دوشنبې په ورځ د افغانستان پر بشري وضعیت هم خبرې وشي. د افغانستان د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ به دې غونډې ته خپل راپور وړاندې کړي. د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشتې عباسي ویلي چې، د بېنېټ راپور به تر ډېره تر د سرپرست حکومت له لوري پر لګېدلیو بندیزونو راڅرخي. د بښنې نړیوال سازمان هم پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې ریچارډ بېنېټ او د حقوقپوهانو د نړیوال کمېسیون د حقوقي تګلارې د برخې مسوول یان سایدرمن به د افغانستان د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو د وضعیت په اړه ویناوې وکړي.








