په متحده عربي اماراتو کې د يوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د معاشونو د سیستم د پیاوړتیا مسئله څېړل شوې ده. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې پرون په دوبۍ کې پای ته ورسېده تر سلو د ډېرو نړیوالو بانکونو استازو، د ډیجیټل سیستمونو متخصصانو او د مدني ټولنې کارپوهانو برخه اخیستې وه. دې غونډې ته د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشرې میلینډا ګوډ وویل، داسې یو سیستم باید رامنځته شي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې افغانانو ته مرسته رسېږي او په افغانستان کې له خصوصي سکتور سره کومک کېږي. د افغانستان بانک وړاندیز کړی چې دوی غواړي له ټولو نړیوالو موسساتو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې روابط ولري.








