په تهران کې د افغانستان سفارت او په زاهدان کې د افغان کونسلګرۍ د مسوولینو د هڅو په پایله کې د ایران د زاهدان د الغدیر توقیف خونې څخه ۱۵ تنه نور افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه کسان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله، څه موده وړاندې نیول شوي وو، چې اوسمهال آزاد او په نیمروز کې د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ سرپرست، ته وسپارل شول. د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو میاشتو کې ۱۷۷ بندیان نور هم په پنځو پړاوونو کې خوشې او نیمروز ته راستانه شوي، چې ډېرى يې د ديني مدرسو زده کوونکي وو.








