د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تهران او کابل ترمنځ د حقابې مسئلې په هکله د نوې هوکړې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې تړاو به مثبت او نوي ګامونه واخیستل شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوې خبري ناسته کې ویلي چې له ایرانه افغانستان ته یو پلاوی تللی او د حقابې په هکله د دواړو لورو ترمنځ ښې خبرې اترې شوې دي. کنعاني دغه راز زیاتوي، تهران تمه لري چې کابل د ایران د حقابې د ورکړې په تړاو مسوولانه عمل وکړي څو دغه مسئله د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري پیاوړې کړي. بل خوا، د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې دواړو لورو د نورمال او غیر نورمال اوبیز کال د ټاکلو لپاره غونډې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې ویلي، چې تهران په پام کې لري، له افغانستانه د خپلې حقابې د اخیستو مسئله له حقوقي او سیاسي لارو تعقیب کړي.








