د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان څانګه، په ټول افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د تشخیص لپاره د ۳۷ مرکزونو د جوړېدو خبر ورکوي. هاخوا ځینې ډاکټران د پولیو ویروس د لهمنځه وړلو په موخه د دا ډول مرکزونو جوړېدل اړین بولي. یاد سازمان تر دې مخکې له ټولو خلکو غوښتي وو چې خپل ماشومان سمدستي د پولیو په وړاندې واکسین کړي او له تل پاتې فلج څخه یې وژغوري. د راپورونو له مخې، روان کال د ننګرهار په بټي کوټ، کوټ، نازیان او بهسود ولسوالیو کې تر دې دمه د ګوزڼ څلور مثبتې پیښې ثبت شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې پر ختیځې حوزې سربېره ویل شوي چې په کندهار حوزه کې هم په دې وروستیو کې په چاپېریال کې د پولیو د مثبت ویروس نښې موندل شوې دي.








