د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو وړاندوینه شوې ده. د هوا پېژندنې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې نن او سبا ورځ د هېواد په مرکز او ١۲ ولايتونو کې د ورښتونو، سختو بادونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سالنګ په ګډون بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، کابل، لوګر، ميدان وردګ، پروان، کاپيسا، پنجشېر هغه ولايتونه دي، چې د ورښتونو احتمال پکې شته. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.








