بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې د برېتانیا د صدراعظم په دفتر کې یوې غونډې ته د کورنیو چارو وزارت چارواکو خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۱ کال په ورغلیو کډوالو کې ۸۰۰۰ افغانان د بې کوره کېدو سره مخامخ دي. دغه افغانان واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته برېتانیا ته انتقال شوي او په هوټلونو کې مېشت دي. ددغو افغان کډوالو برخلیک څرګند نه دی او معلومه نه ده چې دوی له هوټلونو نه له وتلو وروسته چېرې مېشت کېږي. د لندن په هوټلو کې مېشت افغان کډوال وايي دوی ته حکومت امر کړی چې له هوټلونه دې ووځي او په خپله دې د استوګنې بندوبست په خپله وکړي. دغه کډوال زیاتوي چې که په برېتانیا کې ضامن ونه لري نو کور په کرایه نشي نیولی.








