ټاکل شوې چې ایران د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له دوه نیم سوو ډېر نور افغان بندیان په هرات ولایت کې د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپاري. دا خبره په تهران کې د افغانستان د سفارت شارژدافېر پرون ناوخته رسنیو سره په خبرو کې کړې ده. تراوسه معلومه نه ده چې ایران کې څومره افغانان بندیان دي. د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت ویلي، د بندیانو د انتقال لړۍ د دوی او ایران ترمنځ د شوې هوکړې له مخې پیل شوې ده.








