په ایران کې ځينې افغان کډوال په دغه هېواد کې د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي. دغه کډوال وایي، چې په دغه هېواد کې له دوی سره توکمپالی چلند کېږي. بل خوا، د سرپرست حکومت ویاند له ایرانه غواړي، چې د ښه ګاونډيتوب پر بنسټ، له افغان کډوالو سره چلند وکړي. هغه زیاتوي، چې سرپرست حکومت هېواد ته د کډوالو د راستنولو په هڅه کې دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر څه باندې پنځه مېلیونه تنو ته رسېږي.








