د افغانستان په ختیځ کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د څلورو پرله پسې مثبتو پیښو تر ثبت وروسته د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې په دغه هېواد کې یې د پولیو ویروس محیطي څارنه زیاته کړې ده. د روغتیا نړیوال سازمان پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، چې دغه سازمان په پولیو ناروغۍ د اخته شوو ماشومانو څخه هم محیطي څارنه پراخه کړې ده. افغانستان کې په روان کال کې تراوسه د پولیو ویروس څلور مثبتې پیښې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ، نازیان او بهسودو په ولسوالیو کې ثبت شوي دي. ډاکټران وايي، چې پولیو ناروغۍ علاج نلري او یوازې د حفظ الصحې په مراعات کولو او د پولیسو واکسین په تطبیق کولو سره یې مخنیوی کیدای شي.








