د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره یې ټول اړین تخنیکي چمتووالی نیولی دی. د دغه وزارت ویاند وايي چې ترکمنستان به ډېر ژر افغانستان کې د ټاپي پروژې کار پیل کړي. د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، سیمه کې سیاسي کړکېچونه د دې لامل شوي چې د ټاپي پروژې کار عملي نهشي. د ټاپي پروژې د عملي کولو هوکړه ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ لاسلیک شوه او ټاکل شوې وه چې دغه پروژه تر ۱۳۹۸ میلادي کال پورې عملي شي. خو تېرو کلونو کې ناامنۍ د دغې پروژې د نهعملي کېدو مهم لامل بلل کېږي.








