د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې په وروستۍ یوه اونۍ کې د پلازمېنې هوا درې برابره ککړه شوې ده. اقلیمي بدلونونه او په هوا کې معلق ذرات په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا له لاملونو بلل شوي دي. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي وايي چې د کابل د هوا ککړتیا د کموالي لپاره به هڅې وکړي. د کابل ځينې اوسېدونکي وايي چې د هوا ککړتیا د خلکو په منځ کې د ناروغیو کچه لوړه کړې ده. د نړۍوالو بنسټونو د راپورونو له مخې کابل د نړۍ یو له هغو پلازمېنو دی چې د ککړې هوا کچه پهکې ډېره لوړه ده.








