په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، د اسلام اباد د امنیتي ادارو له خوا د افغانانو د نیولو لړۍ تر پخوا کمه شوې، خو لا هم روانه ده. په اسلام کې افغان سفارت وايي، پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې په تازه چاپو کې ۲۵۰ افغان کډوال نیولي چې په ډله کې یې اسناد لرونکي افغانان هم شته. د پاکستاني پولیسو له خوا په ځانګړي ډول اسلام اباد کې نیول کېدونکي افغانان ډېری هغه کسان دي چې د درېیمو هېوادونو د وېزو ترلاسه کولو لپاره په دا وروستیو کې اسلام اباد ته تللي او د پاکستان د ویزې وخت یې خلاص شوی وي. په پاکستان کې د افغانستان سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دوی له پاکستاني چارواکو سره د نیول شويو افغانانو د نیول کېدو په اړه خبرې پیل کړي چې تېره اونۍ یې ۱۵ افغانان د اسلام اباد او ۲۵ نور په کراچۍ کې له زندانه ازاد کړي دي. په اسلام اباد کې افغان سفارت د پاکستان پر حکومت د افغانانو د نیولو د لړۍ درولو غږ کړی دی.








