یو شمېر ځوانان وايي، په هېواد کې د کار د نشتوالي له امله اړ دي چې په ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کړي. دوی وايي په اوسنیو شرایطو کې د خپلو کورنیو لګښتونه نشي برابرولی او له همدې امله اړ دي چې د کار په موخه نورو هېوادونو ته ولاړ شي. خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا وايي له دوو اونیو راهیسې له ګاونډيو هېوادونو څه باندې ۶۰ زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. له دې سره سم اقتصاد وزارت بیا وايي په هېواد کې د فقر راکمولو لپاره لویې پروژې تر لاس لاندې لري او په وینا یې، د دغو پروژو په عملي کېدو سره به یو شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي. د اقتصادي ستونزو له امله هره ورځ سلګونه کسان غواړي په ناقانونه او خطرناکو لارو لومړی ځانونه ترکیې او بیا اروپايي هېوادونو ته ورسوي.








