ملګرو ملتونو په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو په شمېر کې د زیاتېدو خبر په داسې حال کې بیا ورکړ، چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا ‘ډبلیو ایف پي’ یو وار بیا په افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدو اندېښنه وښوده. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پرون سې شنبه بیا وویل چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۸ میلیونه او اته سوه زره کسانو ته زیات شوی دی. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحید الله اماني ویلي، دوی د روان میلادي کال تر پای پورې د خپلو خوراکي توکو مرستې رسونې لپاره نږدې ۹۰۰ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.








