د قومونو او قبایلو سرپرست وزیر د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ د کوچني پامیر له قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د پامیر سړک منظور شوی او په نږدې راتلونکي کې به یې چارې پیل شي. نوموړي زیاته کړې؛ پامیر ته د مخابراتي خدماتو اړین وسایل لېږل شوي او ډېر ژر به پامیریان له مخابراتي خدماتو برخمن شي. په دې کتنه کې د پامیر اوسېدونکو له سرپرست حکومت څخه په پامیر کې د روغتیایي خدماتو او د یوه بل کلینیک د جوړېدو، د سړکونو رغولو، د ښوونځي او مخابراتي خدماتو او لبنیاتو ته د بازار موندنې غوښتنې کړې دي.








