په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی او ایم وايي، له دوه سوه زیاتو کورنیو سره یې نغدي مرسته کړې چې د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي کورونه ترمیم کړي. آی او ایم پرون ویلي، چې دوی په بلخ کې له ۲۲۹ کورنیو سره مرسته کړې ده. یاد سازمان زیاته کړې، دوی ژمن دي چې په ټول افغانستان کې د ډېرو زیانمنو خلکو لپاره د سرپناه جوړولو په برخه کې مرستو ته دوام ورکړي. تر دې مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې د باران موسم له پیل سره به د افغانستان په ډېرو سیمو کې سیلابونه او د ځمکې ښویېدنې پېښې رامنځته شي. په دې وروستیو کې په افغانستان کې طبیعي پېښو یو شمېر کسان وژلي او بې کوره کړي دي.








