د ننګرهار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د څښاک اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې پرمټ یې ۶۹۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یادې شبکې د پرانیستلو پرمهال د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس وویل، چې دغه شبکه د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند پاچا کلي کې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت، ۱۲زره مترو په اوږدوالي، د ۸۰ مترومکعب زېرمې او ۲۷ لمریزې برېښنا تختو په لرلو سره جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. نوموړي زیاته کړه، چې د دغه شبکې چارې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شوې، چې پرمټ یې د یاد کلي ۶۹۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.








