نړیوال بانک راپور ورکړی چې د روان زیږدیز کال په لومړنیو درې میاشتو کې د افغانستان صادراتو څلور سلنه زیاتوالی موندلی دی. ددغه بانک د معلوماتو له مخې افغانستان د روان زېږديز کال له جنورۍ میاشتې تر اپرېل میاشتې پورې د ۶۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي. د نړۍوال بانک په نوي راپور کې راغلي چې د افغانستان د تورم نرخ د تېرو کلونو پرتله د پام وړ کموالی موندلی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، ډېری صادر شوي توکي، د ډبرو سکاره، اوسپنه، پنبه، وچې مېوې، کرنیز محصولات او لاسي صنایع دي ، چې پاکستان، هند، ازبېکستان، تاجیکستان، عربي متحده اماراتو، چین، ایران او ترکیې ته صادر شوي دي. د نړۍوال بانک د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د تورم نرخ ۱۸ اعشاریه ۳ سلنه وو؛ خو د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې بیا دغه کچه ۱ اعشاریه ۹۴ سلنې ته راټيټه شوې ده.








