د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ د وارداتي برېښنا د تړون په موخه ازبکستان ته ته تللی دی. مولوي عبداللطيف منصور د مزار شریف حیرتان بندر له لارې دغه هېواد ته تللی. نوموړي ویلي چې د ا.ا د واکمنۍ د يو نيم کال په موده کې د برېښنا لګښتونه هم ورکړل شوي او خلک دې د برېښنا د نشتوالي په اړه هېڅ اندېښنه نه کوي. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وایي چې د افغانستان او ازبکستان د چارواکو ترمنځ د برېښنا قرارداد لاسلیک شوی دی. افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برېښنا له خپلو داخلي منابعو څخه توليدوي. د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان نه ۴۶۰ میکاواټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ میکاواټه یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.







