د هند په ختیځ د اوړیسه ایالت په یوه هوټل کې د یوه روسي میلیونر ‘پاوېل انتوف’ د مړینې د جنايي څېړنې امر شوی دی. پولیسو ویلي، انتوف په هغه هوټل کې له دریم پوړه په رادانګلو سره ظاهرا ځان وژلی، چې دوه ورځې وړاندې یې پکې یو بل ملګری مړ شوی و. د پاوېل انتوف په اړه ویل شوي، چې له ملګرو سره د هند په چکر تللی او همدغه هوټل کې یې خپله ۶۵مه کلیزه لمانځلې وه. پولیس وايي، لومړنیو څېړنو ښودلې چې دا پېښه جنايي اړخ نه لري.








