د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د چارواكو په وينا، دغه درې ښوونځي په ده بالا او پچيراګام ولسواليو كې د يوې مرستندويه موسسې له خوا جوړ شوي دي. په ختیځ زون کې د سویډن کمیټې استازی جان محمد صابر وایي، په دې دریو ښوونځیو نږدې ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د هلکانو او نجونو په ګډون به شاوخوا ۵ زره زده کوونکي پکې زده کړې کوي. په همدې حال کې د ننګرهار د ده بالا ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي او زده کوونکي د ښوونځيو د ودانيو پر جوړېدو خوښ دي، خو دوی دا کافي نه بولي او د نورو خونو او ښوونځیو د جوړېدو غوښتنه هم کوي. د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په ننګرهار ولايت کې ۹۰۵ ښوونځي فعاليت لري، چې تر سلو ډېر يې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په ازاده فضا کې زده کړې کوي.








