د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي په خپله وروستۍ کلنۍ وینا کې د اوکراین له خلکو غوښتي، چې د خپل هیواد له سرتیرو ملاتړ وکړي. نوموړي دغه راز ویلي، چې د اوکراین د ملي بیرغ رنګ په نړۍ کې د زړورتیا سمبول ګرځېدلی دی. هغه زیاته کړه چې اوس د نړۍ خلک د روسیې د برید پر وړاندې د اوکراین د زړورتیا ستاینه کوي. د اوکراین په پارلمان کې د زلنسکي وروستۍ کلنۍ وینا د روسیې د هوايي بریدونو له کبله نږدې تر یوه ساعته وځنډېده. نوموړي دغه راز ویلي، چې اروپا او امریکا ور سره د اوکراین په بیا رغونه کې د مرستې ژمنه کړې ده.








