د ا.ا له لوري د افغان نجونو او ښځو پر زدکړه او کار د بندیز په اړه د نړیوالو غبرګونونو په درشل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، دا محدودیتونه د توجیه وړ نه دي، له بشر حقونو سرغړونه ده او باید لغوه شي. انتونیو ګوترېش په دوو لنډو ټویټونو کې لیکلي، چې پر ښځو او نجونو د کاري ګومارنې او زدکړې په اړه وروستي محدودیتونه د نه توجیه وړ بشري حقونو سرغړونه ده او باید لغوه شي.ګوترېش په دویم ټویټ کې لیکلي د ښځو او نجونو د محرومولو او خاموشولو کړنې دوام لري چې دا کار د افغان ولس د کړاو او لویې رنځونې او د بالقوه افغانانو د بې توانه کولو لامل ګرځي.








