د کانونو او پټرولیم وزیر وايي، د ښوونځیو او پوهنتونونو په اړه به ژر تصمیم ونیول شي. هغه زیاتوي، اوس مهال په ډېرو ولایتونو کې ښوونځي او پوهنتونونه رخصت دي، تر حمل میاشتې به د ښوونځیو، لیسو او پوهنتونو په اړه داسې تصمیم ونیول شي چې له شریعت او افغاني دودونو سره سم وي. د کانونو او پټرولیم وزیر دا څرګندونې له هغه وروسته کوي چې اونۍ مخکې د سرپرست حکومت د لوړو زدهکړو وزارت اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر بل امر پورې وځنډول شوې. له دغه امر وروسته بیا اقتصاد وزارت د مرغومي په ۳مه کورنيو او بهرنيو انجیوګانو ته امر وکړ چې تر دويم امر پورې دې د ټولو ښځينه کارکوونکو دندې چې له دوی سره کار کوي وځنډوي. د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم د روان تعليمي کال په پيل کې ځنډول شوي دي. دغو پرېکړو په کور دننه او بهر ګڼ شمېر غبرګونونه راوپارول او له حکومته یې وغوښتل چې خپلې دا پرېکړې بېرته واخلي.








